په پښتونخوا بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر پرجوشه ناستې وروسته د یاد غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر ویلي چې د پاکستان پارلمان هیڅ واک نلري او د ټول پاکستان چارې پوځ په خپل انحصار کې اخیستې دي. نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي، پوځ چې هر ظلم کوي څوک یې پر وړاندې خوله نشي خلاصولی. د هغه په خبره، د همدې پوځ د ملاتړ له امله لا هم د پښتنو په خاوره کې وژنې دوام لري او همدا پاکستان او پوځ یې دی چې تل یې د پښتنو خاوره د ترهګرو لپاره کارولې ده. هغه زیاته کړې، دوی به له دې وروسته هیچا ته د دې اجازه ورنکړي چې پښتانه د ترهګرۍ قرباني کړي. علي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، پخوا فاټا د ترهګرو لپاره کارول کېده خو اوس چې خلک یې پر وړاندې درېدلي دي نو پاکستانی حکومت یې نه پرېږدي، کله یې وژني او کله ورباندې بې ځایه عریضې کوي. نوموړي ټینګار کړی دی چې پاکستاني حکومت نه به د پښتنو حقونه اخلي او څو پورې چې دې هدف ته نه وي رسېدلي نو په کرار به نه کېني.






































