الجزیرې په یوه راپور کې ویلي چې امریکا د افغانستان، ترکیې، سوریې، عربستان، اماراتو، قطر، عراق او د ایران په شاوخوا نورو هېوادونو کې شپېته زره عسکر لري، چې ښایي دا شمېره لوړه کړي. الجزیرې ویلي چې امریکا له ایران سره تر کشمکش وروسته نه یوازې دا چې خپل سرتېري به له ځینو هېوادونو نه وباسي، بلکې ددې احتمال شته چې په ځینو برخو کې خپل عسکر ډېر هم کړي. سرچینې دا نه دي ویلي چې دغه عسکر به چېرته ډېرېږي، خو زیاتوي چې په منځنځي ختیځ کې د امریکایي عسکرو ډېرول د ټولې سیمې لپاره خطرناک دي.






































