په بلوچستان کې له تېرو دریېو ورځو راهیسي د واورو او بارانونو له امله په رامنځته شویو پېښو کې ۱۹ تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۳ نور ژوبل شوي دي. د بلوچستان چارواکو په څو طبعي پېښو کې د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی دی. د چارواکو په خبره، د طبعي پېښو له امله په ژوب کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه، په پشین کې درې، په قلعه عبدالله کې شپږ او په کوټه کې یو تن مړه شوي دي. په ورته وخت کې په کوټه کې په یو کور کې هم د ګازو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي. د چارواکو په خبره، په بلوچستان کې واورو او سختو بارانونو ځینې لویې لارې هم د مسافرو پر مخ تړلې دي.






































