د عراق دولت وایي، دوی به بیا داسې تړون لاسلیک نه کړي چې په یاد هېواد کې د امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو پاتې کېدل تضمنوي. د عراق د ولسمشر ویاند ویلیام ورده ویلي، دوی په عراق کې پر امریکایي ځواکونو د حشد شعبي ډلې د برید ملاتړ کوي، ځکه چې په خبره یې، بهرنيو ځواکونو په زور په دې هېواد کې خپل حضور ته دوام ورکړی دی. نوموړي زیاته کړې، د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د دوی دریځ پخوانی دی او دوی له یاد هېواده د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل غواړي، نه یوازې د امریکایي سرتېرو. ورده زیاته کړې، د عراقي دولت او امریکا ترمنځ هیڅ داسې تړون نه دی پاتې چې پر بنسټ یې امریکایي ځواکونه په دې هېواد کې پاتې شي.






































