د بغلان د ټاکنو کمیسیون د ولایتي دفتر چارواکي وایي، طالبانو یې ١٠ کاروکوونکي یرغمل کړي دي. د یاد ولایت د ټاکنو کمیسیون د ولایتي دفتر رییس عبدالقاهر صافی وایي طالبانو تیره ورځ ددې ولایت په برکه ولسوالۍ کې ددې کمیسیون ۴٥ کارکوونکي یرغمل کړي وو، خو ٣٥ تنه یې خوشي کړي دي. د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وایي لس تنه یرغمل شوي کارکوونکي طالبانو ددې ولایت د برکه ولسوالۍ مرچ تنگي سیمې ته لېږدول دي. د بغلان د برکه ولسوالۍ د پولیسو قوماندان محمدعلي ابراهیمي وایي ددغو لسو تنو د سرنوشت په اړه معلومات نه لري، خو طالبانو د ټاکنو کمیسیون له کارکوونکو سره په یوه اړیکه کې خبرداری ورکړی، چې که د ټاکنو په پروسه کې فعالیت وکړي جزا به ورکړل شي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




































