په منځني عمر کې خواږه مشروبات د شکرې او زړه ناروغۍ پیدا کوي. تازه مطالعات ښيي چې خواږه مشروبات د منځني عمر خاوندانو کې د شکرې او زړه ناروغیو سربېره، د غاښونو د خرابېدو لامل هم ګرځي. د څېړنې په باور، خواږه مشروبات د چاغوالي سبب کیږي، چې د زړه او شکرې ناروغیو خطر ورسره هم زیاتېږي. په څېړنه کې یو زر او دریو کسانو برخه درلوده، چې عمرونه يې په اوسط ډول ۴۵ کاله وو. ګډون کوونکي پر څلورو کټهګوریو وویشل شول (مشروبات نه څښوونکي، کله کله مشروبات څښوونکي، زیاتره وخت مشروبات څښوونکي او هره ورځ مشروبات څښوونکي). له شپږو میاشتو څېړنو وروسته معلومه شوې، هغوی چې ډېر مشروبات يې څښل د زړه او شکرې پر ناروغیو د اخته کېدو زیات خطر يې موجود و. پر دې سربېره، د مشروباتو ډېر استعمال غاښونه هم خرابوي. په ټوله کې که ووایو، نن سبا د افغانستان په بازارونو کې ډول ډول مشروبات موندل کېږي، چې ډېری یې د کیفیت له اړخه خراب دي. ډاکټران وایي، دغه مشروبات د انسان د روغتیا لپاره زیان رسوونکي دي، ځکه په نړیوال معیار نه دي برابر او د خوږو کچه پکې خورا لوړه ده.