د راپورونو له مخې د رايې ورکولو په يو شمېر مرکزونو کې د رايې ورکوونکو په ځينو لېستونو کې د رايې اچوونکو نومونه نشته دي، چې دې ستونزې خلک سرګردانه کړي او همدا لامل دی چې په ډېریو مرکزونو کې د رایي ورکوونې پروسه ډېره اوږدېږي. په ورته وخت کې د کابل، پکتيکا، خوست، هلمند، باميان، ننګرهار او هرات په ګډون د څو نورو ولايتونو اوسېدونکو هم ورته ادعاوې کړې چې ګنې په لېستونو کې يې نومونه نشته دي. د ټاکنو کمېسيون مشر عبدالبديع صياد نن په یو خبري کنفرانس کې که څه هم د یادې ستونزې په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې د کابل ځينو مرکزونو ته د حروفو پر اساس د يو شمېر رایې ورکوونکو لېستونه نه دي رسېدلي، خو د ده په وينا، دا ستونزه به ژر حل کړي. نوموړي يادونه وکړه، چې که ځيني کسان له رايې ورکولو پاتې شي، د کمېسيون د پرېکړې پر اساس کولی شي سبا هم خپله رایه وکاروي.




































