د خپلواکو هېوادونو د ټولنې مرستیال ولادیمیر یفسیف له افغانستان، سوریې او عراق څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په سیمه کې د بحران یوازینی لامل امریکا ده. هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي، په سیمه کې د امریکایي ځواکونو حضور غیر قانوني دی او څو پورې چې دا ځواکونه موجود وي د سیمې ثبات ناممکن دی. نوموړي ویلي، سوریه او عراق له خپلې خاورې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي خو عرب هېوادونه بیا په سیمه کې د یادو ځواکونو پر حضور ټینګار کوي چې دا موضوع د سیمې پر ثبات بده اغېزه کوي. نوموړي ویلي، روسیه به تر هغه وخته له سوریې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي څو یې خپله ازادي نه وي تر لاسه کړې.






































