ټیفا وايي چې د رایې ورکولو ځینو مرکزونو ته یې د څارونکو د تګ مخنیوی شوی دی. د یاد کمیسیون په خبره په ځينو سیمو کې د صندقونو ډکېدو راپور ورکړل شوی او په نهو مرکزونو کې د بایومټریک وسیلې نشته. سربېره پر دې چې دغه بنسټ په ځينو سیمو کې د ټاکنو د بهیر په پيل کې د رایې ورکوونکو د پراخ ګډون خبر ورکوي وايي، په یو شمېر مرکزونو کې د رایې ورکوونکو لېست نه و لګېدلی. د شفافو او عادلانه ټاکنو بنسټ «ټیفا» لیکي چې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۷۲۰۰ داخلي، مسلکي او بې لوري څارونکي د ټاکنو له بهیر څخه څارنه کوي. د ټیفا په خبره، په نهه سلنه مرکزونو کې د بایومټریک وسیلې نشته او په ۳۲ سلنه مرکزونو کې دغې وسیلې غیر فعاله وې او د بلخ، کابل، سمنګان، کندوز، نورستان، بغلان، وردک، پکتیا او سرپل ولایتونو په ۲۲ سلنه مرکزونو کې امنیتي ځواکونو او د کمېسیون کارکوونکو د ټیفا د څارونکو مخنیوی کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې د ټاکنو بهیر نن سهار اووه بجې په رسمي ډول پیل شوی دی.



































