د سوریې په ادلیب ښار کې د هوایي برید پر مهال اتلس ملکي وګړي وژل شوي دي. د راپورنو له مخې دا برید په یاد هېواد کې د اوربند سربېره شوی دی. راپورونه وایي، دا سیمه چې د سوریې د مخالفو وسله والو تر کنټرول لاندې ده، برید پرې د روسیې هوایي ځواک د سوریې د حکومتي ځواکونو په مشوره ترسره کړی دی. په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د برید د غندني ترڅنګ ویلي، روسي او سوریایي سرتېرو له اوربنده سرغړونه کړې ده او وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي. د روسیې او سوریې چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.






































