امریکا دریېو اروپایي هېوادونو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته خپله تګلاره بدله نه کړي نو ګمرکي تعرفې به ورباندې لوړې کړي. د امریکا حکومت د ایران پر ضد د حد اکثر فشار په لړ کې له ایران سره په اټومي هوکړه کې له ګډون کوونکو اروپایي هېوادونو غوښتي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټومي تړونه ووځي. د امریکا په باور په هوکړه کې د اختلافاتو د حل میکانیزم فعالول د ایران له خوا د هوکړې د نقضولو د منلو په مانا ده. امریکا دا خبرداری وروسته تر هغه ورکوي چې المان، فرانسه او بریتانیا غواړي د دغه میکانیزم پر فعالولو سربېره اټومي هوکړه وژغوري.






































