د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هېواد یې هغومره زیات یورانیم غني کوي چې له نړیوالو سره د اټومي هوکړې تر لاسلیک مخکې یې کول. ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له نړیوالو قدرتونو سره هوکړه وکړه چې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې به خپل اټمي پروګرام محدود کړي. خو د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره ورځ په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې پر ایران فشار زیات شوی، خو دوی پرمختګ ته دوام ورکړی دی. ایران وايي، د یورانیمو پر غني کولو يې ټول محدودیتونه په بشپړ ډول لرې کړي دي.






































