د امریکا پوځ وايي، د جنورۍ په اتمه په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو د ایران له برید وروسته د مغزي صدمې له کبله د یولس امریکايي سرتېرو درملنه شوې ده. تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ ویلي وو، په دې پېښه کې هیڅ امریکايي ته زیان نه دی رسیدلی. د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند بیل اربن د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې د برید څخه په وروسته ورځو کې یو شمیر سرتیري د ډیر احتیاط له کبله د اسد له پوځي اډې څخه په جرمني او کویټ کې د امریکا پوځي طبي مرکزونو ته د نورو معایناتو لپاره لېږدول شوي دي.






































