د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر پر تهران غږ کړی چې د ایران او لویدیځ ترمنځ اټومي هوکړه خوندي وساتي. د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ په چارو کې د اروپايي ټولنې استازي جوزېف بورېل په نوې ډیلي کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په کتنه کې د منځني ختیځ پراخېدونکي کړکېچ ته د اشارې په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې د ایران اټومي هوکړه اوس د پخوا په پرتله خورا زیاته مهمه شوې ده. د بورېل ویاند پيتر ستانو وویل بورېل او ظریف زغردې خبرې کړې دي.






































