د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال پرون په ټول هېواد کې د امنیتي پېښو له امله ۴۷ کسان وژل شوي او نږدې ۲۷۱ نور ټپيان دي. له کندهار او غزني پرته د هېواد په ټولو ٣٢ ولايتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې چې د امنيتي ځواکونو له خوا کلک امنيتي تدابير ورته نيول شوي وو. وسله والو طالبانو د ټاکنو د مخنيوي او پر امنيت د مامورو کسانو د بريدونو ګواښونه کړي وو. برېدونه په بېلو ولایتونو ولسوالیو کې شوي دي او تر ډېره یې مسوولیت هم وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی. تر ټولو خونړی یې په کابل ښار کې و، چې پنځلس کسان پکې ووژل شول او شل نور ټپیان شول. دغه راز له پکتيا، خوست، ننګرهار، کونړ، نورستان، کاپيسا، پروان، هرات، کندوز، زابل، هلمند، بغلان، بدخشان، نيمروز، فراه او يو شمېر نورو ولايتونو څخه د نا امنيو راپورونه ورکړل شوي دي. وسله والو طالبانو بیا تر دې ډېر په بېلابېلو ولايتونو کې پر ټاکنيزې پروسې د بريدونو راپورونه ورکړي دي.




































