د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، له امریکایي مشرانو سره یې خبرو کې په ډاګه کړې چې دوی له امریکا سره په ټولو معاملاتو کې مرسته کړې او اوس د دې وخت دی چې یاد هېواد په ځوابي اقدام لاس پورې کړي. هغه زیاته کړې، دا اقدام باید دا وي چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي او دغه راز ورسره په اقتصادي برخه کې مرستې وکړي. قریشي له امریکایي چارواکو سره تر لیدنو وروسته په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي، امریکایي چارواکو سره یې کړې ژمنې پوره کړې دي. هغه یادو ژمنو ته په اشارې ویلي، دوی طالبان له امریکا سره خبرو ته حاضر کړي، د دوو امریکایي استادانو په خوشې کولو کې یې پوره هڅه کړې او دغه راز طالبان یې اوربند ته هڅولي دي. قریشي وایي، دوی له امریکا څخه هیله لري چې ورسره ارتباطات ښه کړي څو په دوه اړخیزو اړیکو کې لا ډېر پرمختګ وشي.






































