ټرمپ ایران ته د لا ډېرو بندیزونو او فشارونو خبرداری ورکړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایراني مشرانو ته خبرداری ورکړی چې خپلو خبرو ته متوجه وي کنه له سختو بندیزونو سره به مخ شي. د ټرمپ په وینا د ایران اقتصاد دنابودۍ په حال کې دی، خو ایراني مشران یې د ولس پروا نه ساتي یوازې غیر قانوني اقدامات ترسره کوي. نوموړي د ایران پر مذهبي مشر آیت الله خامنه يي هم غږ کړی چې خپلو خبرو ته متوجه وي. د ټرمپ په وینا خامنه يي د امریکا او اروپا په اړه غیر مسوولانه څرګندونې کړې دي او له دې وروسته باید خپلو خبرو ته متوجه وي.






































