د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره شپه ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، لومړنۍ شمېرې ښيي چې نږدې درې میلیونه افغانانو د تېرې ورځې په ټاکنو کې رایه ورکړې ده. ددغه کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد ویلي، تر ټولو ډېرو کسانو په کابل، ننګرهار، هرات او دایکندي کې رایه ورکړې او تر ټولو کمو کسانو بیا په اروزګان کې رایه ورکړې ده. دده په خبره په جوزجان کې د ښځینه وو ګډون پراخ خو په زابل کې تر ټولو کم وو. نوموړي ویلي چې نن یکشنبه به هم په کابل او څو ولایتونو کې ټاکنې ترسره کېږي او په دې سره به د ګډون کوونکو شمېر تر دې هم ډېر شي. هغه زیاته کړې، سره له دې چې په ټول هېواد کې امنیتي تهدیدات ډېر وو، خو بیا هم د ټاکنو پروسه بریالۍ وه او دوی به شفافیت تامین کړي.




































