فرصتونه باید له لاسه ورنه کړل شي او له هر فرصته باید ښه ګټه واخیستل شي. دا سمه ده چې د بریا سړک له خطرونو ډک دی، خو تاسو باید په هغه باندې په پټو سترګو لاړ نه شئ. که فکر کوی چې اوسنۍ دنده مو په زړه پورې نه ده، ښه تنخوا نه لري او غواړی په بله دنده پسې ورګرځې، باید دغه دنده تر هغه له لاسه ور نه کړی چې نوې دنده مو ښه یقیني شوې نه وي. که غواړی په یوه معتبره تحصیلي څانګه کې زده کړې وکړی او یا هم ورته بریالي شوي وی، لومړی له داسې کسانو پوښتنه وکړئ چې له دې څانګې فارغ شوي وي، هسې نه چې څلور یا پنځه کاله دې په داسې شي ضایع کړی چې کومه ځانګړې ګټه ترې وا نه خلی. که نه هسې به مو خپله انرژي له لاسه ورکړې وي. د ژوند په ټولو برخو کې باید دا ډول فکر وکړی چې د بري له پلونو تېر شی، هغه پلونه، چې بیا پرې را ګرځېدل ستاسو لپاره ګټه نه لري، یوازې له خپلې موخې مو زړه توري کوي او په اندېښنه کې مو اچوي، نو ړنګ یې کړئ. بیا را ګرځېدل پرې هېر کړئ، څو وکولای شی خپل مسیر تعقیب کړی او موخې ته مو ورسېږی.