يونما په ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګډون ستايلی او د ټاکنو پر کمېسيونونو يې غږ کړی، چې د تخنيکي ستونزه له امله له رايې اچونې پاتې کسانو ته د رايې ورکولو زمينه برابره کړي. يوناما په رالېږلې خبرپاڼه کې يادونه کړې، چې له ممکنه امنيتي ننګونو سره سره ډېری افغانانو په ټاکنو کې برخه واخيسته. ه خبرپاڼه کې راغلي، هغه مرکزونه چې نن تړلي پاتې و، سبا به پرانیستل شي، همدا شان دې تياری ونيول شي چې د وروستيو ناامنيو له امله د کندهار ځنډنۍ شوې ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي. يوناما له سياسي ګوندونو، دولتي چارواکو، نوماندانو، مدني فعالانو او امنيتي ادارو غوښتي، څو د ټاکنو د خونديتوب په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي. د ملګري ملتونو دغه سياسي نماينده ګي یادونه کړې چې په ټاکنو کې د درغليود مخنیوی لپاره يو لړ اقدامات ترسره شي او له خلکو يې غوښتي چې د ممکنه درغليو مخه ونيسي.




































