یمن کې پر یوه نظامي اډه د حوثي یاغیانو په برید کې ۹۰ وسله وال وژل شوي دي. د راپورونو له مخې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د یمن په مارب ښار کې د حکومتي ځواکونو پر یوه نظامي اډه د توغندیو او بې پيلوته الوتکو بریدونه کړي دي. تر دې دمه راپورونه ښيي چې په پېښه کې ۹۰ وسله وال وژل شوي او تر ۱۳۰ پورې نور ټپیان دي. په دغه هوایي بریدونو کې په پوځي مرکز کې د ننه یو جومات هم په نښه شوی دی چې تر ډېره هلته لمونځ کوونکي یمني حکومتي وسله وال وژل شوي دي. حوثي یاغیان د ایران له ملاتړه برخمن وسله وال دي چې د یمن د حکومت پر وړاندې جګړه کوي، دوی په سعودي عربستان کې د تېلو پر یوه مهم مرکز د برید مسوولین هم بلل کېږي.






































