د لبنان د سرې میاشتې ادارې د دغه هېواد په پلازمېنه بېروت کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې د ۲۲۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. دغه سازمان ویلي، چې ۸۰ ژوبل شوي کسان روغتونونو ته وړل شوي او تر ۱۴۰ د ډېرو نورو کسانو درملنه هملته شوې ده. د یاد هېواد لومړي وزیر سعد حریري د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ د رامنځته شوو نښتو په غبرګون کې ویلي، چې په بېروت کې وروستۍ نښتې، لاریونونه او د عامه او دولتي ځایونو سوزول د کورني ثبات د ناامنه کېدو لامل کېږي. ده پر لاریون کوونکو غږ کړی، چې له نښتو او د عامه ځایونو له سوزولو لاس واخلي.






































