ټاکل شوې چې نن په برلین کې د لیبیا د روان کړکېچ د ختمولو لپاره نړیوال کنفرانس جوړ شي. په دغه کنفرانس کې د نړۍ مهم هېوادونه او بنسټونه برخه لري. د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو استازي غسان سلامه وايي، تر ډېره تمرکز پر دې دی چې په لیبیا کې بهرنۍ لاسوهنه ختمه شي. دده په خبره پر ټولو اړخونو به غږ وکړي چې به لیبیا کې د کړکېچ ختمولو لپاره هڅې وکړي او دلته له لاسوهنې ډډه وکړي. د برلین په سرمشریزه کې ډېره تمه د روسیې او ترکیې له ولسمشرانو ته ده چې هڅه یې کړې ښکېلې خواوې پر اوربند سره سلا کړي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له اروپايي هېوادونو غوښتي چې تر جنرال حفتر دې د ملګرو ملتونو له ملاتړه د برخمن فایض السراج د حکومت ملاتړ وکړي.






































