د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له امریکا څخه غوښتنه کړې ده چې د غیر قانوني پېسو د لېږلو د مخنیوي نړیوالې ادارې(ایف اې ټي اېف) له خړ نوملړ څخه د پاکستان د ایستلو برخه کې ورسره مرسته وکړي. ډان ورځپاڼې د قریشي له قوله ویلي، نوموړي له امریکایي چارواکو غوښتنه کړې ده چې ورسره په دې برخه کې مرسته وکړي. قریشي زیاته کړې، دوی د ترهګرۍ له منځه وړلو برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي دي او اوس د امریکا وار دی چې ورسره په اړوندو برخو کې همکاري وکړي. دغه بنسټ تېر کال پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې که له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې اړین ګامونه اوچت نه کړي نو تور لیست ته به یې واچوي. د ایف اې ټي اېف راتلونکې غونډه د روان کال په لړ کې تر سره کېږي چې پکې به د پاکستان په اړه وروستۍ پرېکړه کېږي. امریکا تر اوسه د قریشي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.






































