د ولسي جرګې انتخاباتو په سلګونو مرکزونو کې ستونزې وې. د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د بایومټریک سیسټم غیر فعاله کیدل، د رایه اچوونکو د لستونو نشتوالی، د رایپاڼو کمېدل، د سایټونو ناوخته پرانېستل کېدل، د رایې اچونې اوږده پروسه او په ډېرو سیمو کې د انتخاباتو نه ترسره کېدل، د ټاکنو عمده ستونزې بولي. د ټاکنو کمیسیون وايي، له ۴۹۰۰ مرکزونو څخه یوازې په ۳۶۰ مرکزونو کې مشکلات پیدا شوي، چې ژر حل شوي، خو د شکایتونو کمیسیون وايي، دوی ته د انتخاباتو په تړاو ګڼ شکایتونه رسیدلي دي. په ورته مهال کابل نیوز داسې ویډیوګانې هم ترلاسه کړي، چې د ټاکنو په بهیر کې پراخې درغلۍ ښيي. همداراز په ځینو نورو را رسیدلو تصویرونو کې هم لیدل کیږي، چې رای اچوونکي د رای ورکونې پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او نومونه یې په کتابونو کې نه پیدا کیږي.



































