اناتولي اژانس د سیمه ییزو سرچینو له قوله په سوریه کې د مېشتو امریکایي او روسي سرتېرو ترمنځ د تازه کشمکش راپور ورکړی دی. د راپور له مخې، امریکایي سرتېري چې د ولسمشر ټرمپ په امر د سوریې په شمالي نفتي سیمو کې حضور لري، یادو سیمو ته یې د روسي ځواکونو د ورتګ مخنیوي لپاره پر نظامي اقدام لاس پورې کړی دی. د راپور له مخې، دې کشمکش د یکشنبې ورځې تر پایه دوام درلود. تر اوسه نه دي ویل شوي چې یادې نښتې مرګ ژوبله لري کنه خو ویل کېږي چې روسي سرتېرو هم په ورته اقدام لاس پورې کړی دی. راپور کاږي، د دواړو لوریو ترمنځ دا کړکېچ د سوریې په شمالي سیمه رمیلان کې رامنځته شوی دی. روسي او امریکایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.






































