پاکستان کې د غنمو کمښت او لوړې بیې ستونزې جوړې کړې دي. د پاکستان په ډيری ښارونو او دغه راز د خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کې د غنمو د کمښت له امله د اوړو بیې لوړې شوې دي او له دې درکه د پاکستان حکومت تر فشار لاندې دی. نانوایانو او هوټلونو خبرداری ورکړی دی چې که حکومت ددوی ستونزه حل نه کړي، په بازار کې غنم زیات نه کړي او یا یې بیې کنټرول نه کړي نو دوی به کاربندیز پيل کړي. له څه مودې راهیسې د پاکستان په ډېری برخو کې د وچکالۍ له امله د غنمو کمښت پیل شوی او افغانستان ته هم د غنمو صادرات د پاکستاني حکومت له لوري درول شوي دي.






































