په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د رای ورکونې پرمهال بایومټریک دستګاوو کار نه کاوه. د رایې ورکونې لپاره انتخاباتي مراکزو ته یوشمېر راغلي کسان وایي، چې په ډيری انتخاباتي مرکزونو کې د بایومټریک سیستم فعالیت نه کاوه او په ځينو کې، چې فعال هم و د ټاکنو بهیر یې ورو کړی و.خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د بایومټریک سیستم د ورځې په لومړیو کې له ستونزو سره مخ و، خو وروسته بیا فعال شو او انتخاباتي مراکز هم له همدې امله بند پاتې و. یوشمېر انتخاباتي مراکزو ته راغلي کسان وایي، چې د انتخاباتو پرمهال د بایومټریک دستګاوې فعالې نه وې او همدا مسئله سبب شوه، چې ډېر کسان په انتخاباتو کې له رای ورکونې محروم شي او د ټاکنو بهیر وځنډوي. دوی وايي، چې د بایومټریک لپاره ګمارل شوي مامورین ددې سیستم په کارولو نه پوهېدل او یاد سیستم د رای ورکونې بهیر کار له خنډ سره مخ کړی و. د ټاکنو په ورځ د بایومټریک سیستم کې ستونزې داسې مهال دي، چې تردې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي و، چې ددې سیستم د کارولو لپاره کسان روزل شوي او انتخابات به د تېرو ټاکنو په پرتله شفاف وي.



































