د ټرمپ وکیلان وایي سنا دې ژر تر ژره ولسمشر ته برأت ورکړي او له استیضاح دې تېر شي. ټاکل شوې چې د امریکا پر وخت سبا یوه بجه د امریکا سنا د ټرمپ د استیضاح لومړنۍ غونډه وکړي. تازه د ډونالډ ټرمپ وکیلانو غوښتنه کړې چې نوموړي ته دې برأت ورکړل شي ځکه استیضاح یې د اساسي قانون نقضول دي. بلخوا د ټرمپ د استیضاح لپاره تیاری نیول شوی دی او ددغه هېواد قاضی القضات به هم د استیضاح د بهیر مشري کوي. ټرمپ تورن دی چې له حکومتي واک یې د خپلو شخصي کارونو لپاره استفاده کړې ده او د کنګرې اوامرو ته یې درناوی نه دی کړی. دی به د امریکا په تاریخ کې درېیم ولسمشر وي چې استیضاح کېږي.






































