د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له اسلام اباد څخه غوښتنه کړې ده چې په خپله خاوره کې له فعالو ترهګرو سره دې مبارزه لا پیاوړې او جدي کړي. د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز پاکستان ته د سفر پر مهال د یاد هېواد له لوري له ترهګرۍ سره پیل کړې مبارزه ستایلې ده خو غوښتنه یې کړې ده چې د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه والي لپاره باید دا هېواد د ترهګرۍ ضد مبارزه لا پیاوړې کړي. دا غوښتنه ورورسته تر هغه مطرح کېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته د سفر پر مهال ویلي وو چې دوی د امریکا غوښتنې پوره کړې دي او اوس د دې وخت دی چې امریکا هم له پاکستان سره خپلې اړیکې ورغوي او د غیر قانوني پیسو د لېږد د نړیوالې ادارې له خړ نوملړ څخه د پاکستان په ایستلو کې مرسته وکړي.






































