افغانان په ټاکنو کې د ګډون له لارې ثابته کړه چې دوی یو نه ماتېدونکی او قهرمان ملت دی. د پښتونخوا سیاستوال او د عوامي ملي ګوند مخکښ غړي افراسیاب خټک ویلي په افغانستان کې په ډېرو سختو شرایطو کې ټاکنې ترسره شوې. دده په خبره دغه ټاکنو ثابته کړه، چې افغانان د یوه نه ماتېدونکي ملت دی او په هېڅ ډول سختو شرایطو کې یې خپله روحیه نه ده بایللې. خټک ویلي چې د افغانستان د خلکو دښمنان دوی په ارامه نه پرېږدي او په ټاکنو کې یې هم خونړي ترهګریز بریدونه کړي دي. افراسیاب خټک افغان حکومت او افغان ځواکونو ته هم مبارکي ویلي دي چې په ډېرو سختو امنیتي تهدیداتو کې یې خلکو ته د ټاکنو زمینه برابره کړه.



































