ډونالډ ټرمپ نن د امریکا د ولسمشر په توګه څلورم کال پیل کړی دی. د ترسره شویو څېړنو له مخې نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په تېرو دریېو کلونو کې ۱۶ زره ځله دروغ ویلي دي. د هېل په نامه خپرونې نن د دې خبر په خپرولو سره ویلي، ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په تېرو دریېو کلونو کې ۱۶ زره او ۲۴۱ ځله دروغ ویلي دي او خلک یې تېرایستلي دي. د یاد راپور پر بنسټ په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ټرمپ د تېرو دوو کلونو په پرتله دوه برابره ډېرې داسې څرګندونې کړې دي چې وروسته معلومه شوې ده دروغ دي او په دې توګه یې خلک تېر ایستلي دي. د راپور له مخې نوموړي په تېر کال کې په ورځني ډول ۱۰.۲ ځله دروغ ویلي دي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د امریکا د هاروارډ پوهنتون استاد جوزف نای هم ویلي وو چې دروغ هر څوک وایي خو ټرمپ یو افراطي دروغجن دی او د امریکا حیثیت ته یې زیان رسولی دی.






































