د مغزي پوهې ژورنال کې خپره شوې تازه څېړنه کاږي، چې که میندې د ډیپریشن یا ژور خفګان پر ناروغۍ اخته وي، اولادونه به يې هم له همدې ناروغۍ ځورېږي. څېړنه وايي چې له مورانو دا ناروغۍ لورګانو ته تر زامنو ژر انتقالیږي او له پلار څخه بیا اولادونو ته یو ډول انتقالیږي. دا څېړنه په امریکا کې په ۳۵ کورنیو تر سره شوې، چې پکې د هغوی مغزي جوړښت تر تحقیق لاندې نیول شوی. څېړنه کې راغلي چې د انسان د مغز یوه برخه چې Corticolimbic System په نوم یادېږي، احساسات او خواص کنټرولوي. د څېړنې په باور، دا ټول احساسات له والدینو څخه اولادونو ته انتقالیږي. څېړنه زیاتوي چې که یوه مور پر ډیپریشن اخته وي، تر زوی يې لور ژر پر ورته ناروغۍ اخته کیږي. د کلیفورنیا پوهنتون استاد ډاکتر فمیوکو هویفټ Fumiko Hoeft چې د څېړنې مشري کوي، ویلي چې د ډیپریشن نور لاملونه هم شته او یوازې ارثي نه دي. نوموړی پر وراثت سربېره، چاپېریال او د انسان د ژوند تجربې هم د ډیپریشن یا ژور خفګان لاملونه وبلل. هغه وايي، دا لومړی ځل دی چې د ډیپریش یا ژور خفګان یو بل عامل چې (وراثت) دی، په ډاګه کیږي.