ناټو وایي دوی نه غواړي نور یې ځواکونه په عراق کې دداعش ضد جګړه کې ښکېل وي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ اروپايي پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي چې دوی باید د عراقي ځواکونو د روزنې ماموریت نور هم چټک او پیاوړی کړي. دده په خبره نور باید ناټو ځواکونه تر ډېره په عراق کې دداعش ضد جګړه کې ښکېل نه وي او عراقي ځواکونه دې دا مسوولیت واخلي. سټولټنبرګ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د عراق پارلمان له دغه هېواد د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده. ددې تر څنګ ټرمپ هم په دې تړاو عراق ته خبرداری ورکړی دی او د سرتېرو د ایستلو په مقابل کې یې د خپلولګښتونو غوښتنه کړې ده.






































