د ایران له لاسه ټولې نړۍ ته له منځني ختيځ د ترهګرۍ ګواښ متوجه دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي ایران په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی دی او هڅه کوي وسله والې ډلې پیاوړې کړي. د پمپیو په وینا اوس د ایران له لاسه ټولې نړۍ ته له منځني ختیځ د ترهګرۍ ګواښ متوجه دی. پمپیو ټینګار کړی چې دوی به د ایران پر ضد اقداماتو ته ادامه ورکوي او نړیوالو ته هم په کار ده چې د ایران پر غیر قانوني او بشر ضد اقداماتو او فعالیتونو سترګې پټې نه کړي.






































