د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داووس کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره تر لیدنې وروسته اعلان کړی دی چې ډېر ژر به پاکستان ته سفر وکړي. پاکستاني رسنیو ویلي چې محمود قریشي دا څرګندونې د ټرمپ او عمران خان تر لیدنې وروسته کړې دي. قریشي ویلي، دا لیدنه رغوونکې وه او ټرمپ ډاډ ورکړی دی چې په نږدې راتلونکې کې به له پاکستان څخه لیدنه وکړي. نوموړي ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو مسائلو ترڅنګ، پر افغان سوله او دغه راز د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې اترې شوې دي. ټرمپ په داسې حال کې له عمران خان سره په داووس کې د اقتصادي ناستې په څنډه کې پر افغان سوله خبرې کړې دي چې ولسمشر غني هم یادې ناستې ته ورغلی دی.






































