د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له ایران سره د شوي تړون په اړه د دریېو اروپایي هېوادونو غبرګون ته په اشارې ویلي، هغوی د خپل شرافت په پلورلو سره د ټرمپ اشتها نوره هم زیاته کړه. جواد ظریف پر خپل ټویټر لیکلي، ده پخوا لا ویلي وو چې بښنه غواړي خو کله چې بریتانیا، فرانسې او جرمني د امریکا له تعرفو د ویرې په خاطر تېښته غوره وبلله نو دوی یو ځل بیا ټینګار کوي چې یاد تړون ته ژمن نه پاتې کېږي. اروپا باید خپل حاکمیت ثابت کړی وای خو دوی د ټرمپ له یو ګواښ څخه دومره ووېرېدل چې هر څه یې د هغه په خوښه وکړل. د نوموړي په وینا، دی اوس په دې ډاډه دی چې دې دریېو هېوادونو نه یوازې خپل شرافت وپلورل بلکې خپل حقوقي او اخلاقي موقف یې هم له لاسه ورکړ. ټرمپ تېره ورځ یو ځل بیا اروپایي هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې که چېرته د ایران په اړه اروپایي هېوادونو سره هوکړې ته ونه رسېږي نو پر وارداتو به یې تعرفې لوړې کړي.






































