په کابل او ولایتونو کې په هغه مرکزونو کې رایې اچونه پيل شوې ده چې پرون تړلي پاتې وو. د ټاکنو کمیسیون چارواکو ویلي چې نن به د کابل د ۴۵ مرکزونو په ګډون د ولایتونو په ۴۰۱ مرکزونو کې رایه اچونه وشي. سره له دې چې د ټاکنو کمیسیون دغه کار له قوانینو سره په ټکر کې دی خو د یاد کمیسیون چارواکو ویلي چې د ستونزو له امله یې ټاکنې پر وخت خلاصې نه شوای کړی او نه غواړي افغانانو د خپلو رایو له حق محروم شي. دمګړی له ولایتونو راپورونه ښيي چې خلک د ټاکنو مرکزونو ته ورغلي دي او غواړي خپلې رایې وکاروي. په کابل کې هم دغه بهیر پیل شوی دی، خو بیا هم پرونۍ ستونزې پر ځای دي. خلک وايي چې بایومتریک سیستم ستونزه لري، ګڼه ګوڼه ډېره ده، د کمیسیون کارکوونکي غیر مسلکي دي او په لېستونو کې د نومونو پیدا کول او نه موجودیت هم ستر سرخوږی دی.



































