د ملګرو ملتونو یو راپور ښيي چې د نړۍ په کچه څه باندې ۵۸ میلیونه انسانان له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي دي. دغه اداره د بېځایه کېدو لاملونه، امنیتي مشکلات، د اقلیم بدلون او نور مسایل بولي. ملګرو ملتونو تازه په دې اړه یو هیت ټاکلی چې د نړۍ په کچه دداخلي بېځایه شوو د ستونزې حل ته دایمي حللاره پیدا کړي. په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې هم د جګړو او وچکالۍ له امله د تېر ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې دوه نیم سوه زره کسان بېځایه شوي دي. ټاکل شوې هیئت ویلي دوی به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ددغه هېرې شوې فاجعې له قربانیانو سره ګوري او د ستونزې لاملونه او حللارې به پیدا کوي.






































