د امریکايي حکومت د نوې پرېکړې له مخې ایراني وګړي نه شي کولی چې په امریکا کې د پانګونې یا سوداګرۍ ويزه واخلي. د امریکا د کډوالۍ اداره وايي، له دې وروسته ایرانیانو ته هغه ویزې نه ور کول کېږي چې پانګوالو او سوداګرو ته ځانګړې شوې دي. دغه اداره زیاتوي، دا نوې پرېکړه یې ځکه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ په دې تړاو یو تړون نور پای ته رسېدلی دی. د کډوالۍ ځینې وکیلان وايي، نوي مقررات تر ډېره امریکا ته د تګ د مخنیوي لپاره د هغو اصولو برخه دي چې پر ایراني وګړو لګول شوي دي. ټرمپ بیا دا هم ویلي، چې د ځینو نورو هېوادونو پر وګړو به هم دغه مقررات وضع کړي، خو د هېوادونو نومونه یې نه دي اخیستي.






































