د روسیې دفاع وزارت وایي، په سوریه کې د مخالفو وسله والو په تازه بریدونو کې ۱۲۰ سوریایي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سپوټنیک اژانس د خبر له مخې، په سوریه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د پخلاینې مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په تېرو دوو ورځو کې د سوریې په ادلب ښار کې د مخالفو وسله والو په بریدونو کې ۴۰ سوریایي سرتېري وژل شوي او شاوخوا اتیا نور ټپیان شوي دي. د یاد مرکز د خپرې شوې خبرپاڼې په حواله، په دې پېښو کې دغه راز د دولتي ځواکونو د ځوابي بریدونو په پایله کې ۵۰ وسله وال وژل شوي او تر ۹۰ ډېر نور ټپیان دي. ښکېلو غاړو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.






































