د امریکا د استازو جرګې ډیموکراتانو له جمهوري غوښتونکو سناتورانو غوښتي چې ورسره د ډیموکراسۍ په ساتنه کې مرسته وکړي او د ولسمشر ډونالد ټرمپ د محاکمه کولو او له قدرته د هغه د لرې کولو لپاره ورسره په هڅو کې یوځای شي. ادم شیف چې په سنا کې د ټرمپ د استیضاح د محاکمې لپاره د استازو جرګې لخوا د ټاکل شوي پلاوي مشري کوي، په ښکاره د بیانونو د خپرولو لړۍ پیل کړې چې په ترڅ کې یې د ډیموکرات ګوند لخوا د ټرمپ د فاسدې طرحې په نوم دا غوښتنه کوي چې ټرمپ له قدرته د ناوړه استفادې او د کانګرس په لاره کې د خنډونو ایجادولو په خاطر باید محاکمه او له قدرته لرې شي. هغه له سناتورانو غوښتي چې د سیاست په اړه بدبین ونه اوسي او پر ځای یې د امریکا د مؤسس چې استیضاح ته یې زمینه برابره کړې، درناوی وکړي.






































