د هند حکومت له پاکستان سره د کشمیر کشالې د هواري په هکله د ډونالډ ټرمپ وړاندیز ونه مانه. هند وايي، د کشمیر کړکېچ کې د درېیم کس رول ته اړتیا نشته. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار ويلي چې د کشمير په اړه د هند دریځ روښانه دی. نوموړي ويلي، دا د هند او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه مسله ده، او دوی یې له پاکستان سره په ګډه حلولی شي د نوي ډیلي دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ په داووس کې د پاکستان لومړي وزیر سره ګډه خبري غونډه کې وویل، امریکا د کشمیر مسله څاري.






































