امریکا د انرژۍ په څلور هغو شرکتونو اقتصادي بندیزونه لګولي، چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک سره د تېلو په صادراتو کې په مرسته تورن دي. دا بندیزونه چې تېره ورځ اعلان شول، له هغې درې اونۍ وروسته دي چې امریکايي ځواکونو د ایران د قدس ځواک قومندان جنرال قاسم سلیماني د بغداد هوايي ډګر ته نږدې په یوه هوايي برید کې وواژه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دې نویو بندیزونو ته په اشارې ویلي، امریکا نوي اقدامات کوي چې د هغه تر ټولو زیات اقتصادي فشار د کمپاین برخه ده چې د بې ثباتۍ د فعالیتونو د تمویل لپاره د ایران د رژیم د عوایدو د ټولو سرچینو مخه نیسي. د امریکا د خزانې وزارت وايي، هغه شرکتونه چې بندیزونه پرې لګیدلي، دوه یې په هانګ کانګ، یو یې په شانګهای او بل یې هم په دوبۍ کې دی.






































