ټاکنو کمیسیون پخپل کمزوري مدیریت سلګونه زره کسان له رایې ورکولو محروم کړي دي. د سیاسي مسایلو څارونکی او له کابل ولسي جرګې ته خپلواک نوماند اجمل هوډمن وایي پرون د ټاکنو کمیسیون کمزوري مدیریت زرګونه کسان په ټاکنو کې له ګډون محروم کړي دي او دوی بریالي نه شول، چې ټاکنې پر خپل وخت او سمه توګه ترسره کړي. دده په وینا د همدې نا منظم مدیریت پایله وه، چې په ځينو مرکزونو کې به نن ټاکنې ترسره کېږي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. هوډمن وايي په ځينو سیمو کې په لوی لاس او د یوې دسیسې له مخې مرکزونو ناوخته کار پیل کړ او بیا یې له وخت مخکې د پلمو په جوړولو پروسه پای ته ورسوله. دده په خبره په کابل کې څه باندې ۱،۶ میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې اووه سوه پنځوس زره کسانو هم رایه ورکړې، نو له دې ښکاري چې زرګونه کسان له رایې ورکولو محروم شوي دي. هوډمن وویل، چې له ټاکنو کمیسیون خلک ناراضه دي، نوماندان د ټاکنو کمیسیون پر کارونو قناعت نه لري او دا مسئله به د ټاکنو پایلې له شکونو او ستونزو سره مخ کړي. هغه پر حکومت، د ټاکنو پر کمیسیون او همدا راز پر نړیوالو بنسټونو غږ وکړ، چې د ټاکنو د ملي پروسې په اړه ملت ته واضح او قناعت بښونکی ځواب ووايي.



































