په چمن کې د هېواد د وتلې نظامي څېرې جنرال رازق د جنازې غایبانه لمونځ شوی دی. د بلوچستان په چمن کې سلګونه کسانو د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د جنرال رازق د جنازې غایبانه لمونځ ترسره کړی دی. په ورته وخت کې محمود خان اڅکزي جنرال رازق په هېواد مین او زړه ور جنرال یاد کړی دی او د هغه د قاتلینو د پېژندلو غوښتنه یې کړې ده. بل پلو په کندهار کې بیا یو شمېر مېرمنې راوتلې دي او وايي حکومت دې د جنرال رازق قاتلین پیدا او خلکو ته په ګوته کړي. دوی له حکومت غواړي چې دغه مسئله دې عادي نه ګڼي ځکه د جنرال رازق زرګونه پلویان د نوموړي د قاتلینو نیول او قانون ته سپارل غواړي. دغه مېرمنو نن په کندهار کې لاریون کړی و.



































