ډېر خلک له زیات وزن او په تېره بیا د خېټې له غټوالي شکایت کوي او د کموالي په اړه يې اندېښمن دي. ځینې خواړه چې په هر پخلنځي کې پیدا کیږي، کولای شي د خېټې له کموالي سره مرسته وکړي.
سره بانجان: سره بانجان د وینې جریان ګړندی کوي او د خېټې وازده ویلې کوي.
نعناع: نعناع د وجود میتابولیک سیسټم پیاوړی کوي او د انتي اوکسیدانو په توګه کار کوي. دا ټول د خېټې وازده او چربي ویلې کوي.
د مڼې جوس: مڼه چې د مېوو ملکه هم بلل کېږي پر نورو ګټو سربېره، د وزن له کموالي سره هم مرسته کوي.
د لیمو جوس: یو ګیلاس اوبه او یو یا نیم لیمو او یوه کاشوغه شهد (شات) سره ګډ کړئ او ويې څښئ. دغه شربت د خېټې د اضافي وازدو په ویلې کولو کې درسره مرسته کوي.
هندواڼه او بادرنګ هم د خېټې وازدې له منځه وړي. هندواڼه او بادرنګ زیاتې اوبه لري، چې د وجود لپاره ډېر ګټور دي.
هوږه: هوږه د ډېرو نورو ګټو تر څنګ، د وزن او خېټې په کموالي کې مهم رول لري.