موږ ټول دا هیله لرو چې ژوند مو له بریاوو او سوکالۍ ډک وي، هر څوک بریا او پرمختګ له بېلې زاویې ویني؛ کېدای شي د هغه لیدلوری له نورو سره متفاوت وي، هر سړی دا هیله لري چې په خپل لاس جوړه کړې نړۍ کې د سلطنت پر تخت کېني.
کېدای شي په مالي برخه کې وي یا په کورنۍ چارو کې یا کېدای شي د زده کړې په برخه کې وغواړي چې د سلطنت پر تخت کېني، هر څه چې وي، خپله نړۍ یې ده، باید په همدې سترګه ورته وګوري. په هر حال، د ښه ژوند لپاره موږ باید ډېر شیان بدل کړو، موږ اړیو چې د ښه ژوند لپاره په خپل ورځني ژوند کې سلګونه بدلونونه راولو او هغه څه چې موږ خپلو هیلو ته رسولی شي، په دقیقه توګه وڅېړو او کار ورباندې وکړو، څو مو ښه او سوکاله ژوند ته لاره هواره شي.
موخه د یوه (GPS) په څېر عمل کوي، طرف درته په ګوته کوي او مرسته در سره کوي، څو وکولای شی د ژوند اصلي لوری د ځان لپاره وټاکی.