د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وایي، د منځني ختیځ د سولې په اړه د امریکا طرحه هیله بښوونکې ده. نوموړي څرګنده کړې، داسې موقع په تاریخ کې یوازې یو وار راځي. په ورته وخت کې د اسراییل اپوزیسیون هم نتانیاهو ته ورته نظر لري خو فلسطینیانو بیا دا طرحه پخوا لا رد کړې ده. نتانیاهو په خپلو څرګندونو کې ویلي، دا موقع باید له لاسه ورنه کړل شي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، اسراییل د یوې تاریخي شیبې په درشل کې دی. د یادونې ده چې ټرمپ به د منځني ختیځ د سولې په اړه هغه طرحه چې له ډېرې مودې راهیسې ورته انتظار کېده د راتلونکې سه شنبې په ورځ اعلان کړي. ویل کېږي چې د دغې طرحې تر اعلان وروسته به ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د نتانیاهو هرکلی هم وکړي.






































