په عراق کې شعیه وسله والې ډلې حزب الله یو ځل بیا د امریکایي ځواکونو پر ضد د عملیاتو خبرداری ورکړی دی. د یادې ډلې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی به نه یوازې په عراق بلکې په ټوله سیمه کې د امریکا د شیطاني ځواکونو پر ضد عملیات یو ځل بیا پیل کړي او اوسمهال ورته په چمتوالي بوخت دي. حزب الله زیاته کړې، دوی به هیڅکله په خپله خاوره کې پردیو سرتېرو ته د فعالیت اجازه ورنکړي او که چېرته امریکایان ونه وځي نو سخت تاوان به وکړي. هغوی دغه راز له امریکایي چارواکو غوښتي چې د عراق د هوایي او ځمکني حریم له اشغاله دې لاس واخلي او که چېرته شاتګ ونکړي نو سخت به پښېمان شي.






































